IQNA

دعربستان  د حج په نندارتون کې د احرام د سړو لباسونو نندارې ته وړاندې کول  

12:54 - November 15, 2025
د خبر لمبر: 3492013
ایکنا - د سعودي هوائي  شرکت په ۲۰۲۵ حج نندارتون کې د احرام ځانګړی لباس نندارې ته وړاندې کړی چې پکې د سړېدو (خنک کېدو) نوې ټېکنالوژي کارول شوې ده.

 ایکنانیوز د «سویفت نیوز له قوله راپور راکړی،د «احرام الأبرد» یا «سوړ احرام» د سعودي د هوايي شرکت لپاره د یوې نوې اختراع په توګه معرفي شوی؛ یوه داسې طرحه چې له حاجیانو سره مرسته کوي د بدن په ډېرې آرامۍ او د ټیټې تودوخې په حالت کې د حج مناسک ترسره کړي.

د سعودي هوايي شرکت د سازماني اړیکو مشر، عبدالله الشهراني،  اعلان وکړ چې دغه شرکت د « ساړه احرام» لپاره رسمي ثبت اختراع ترلاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه: دا ډول احرام د حج او عمرې زائرینو ته دا امکان ورکوي چې د یوه ځانګړي لباس په وسیله د خپل بدن تودوخه تر امکان پورې راټيټه کړي، او په نتیجه کې مناسک په زیات آرامښت سرته ورسوي.

الشهراني وویل: د سعودي هوايي شرکت د دې نوښت تر څنګ د حاجیانو د سفر د اسانتیا لپاره ګڼې نورې پروژې هم وړاندې کوي؛د بېلګې په توګه، په عرفات کې د اوسېدو ځایونه او کیمپونه د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته ښه شوي،او همدارنګه «حج بې‌له صندوقه» خدمت چې له مخې یې حاجیان کولای شي له هوايي ډګر څخه بې‌له شخصي باره داخل او خارج شي.

هغه همدارنګه وويل چې د هوايي ټیکسي د کارولو طرحه هم ارزول کېږي څو حاجیان او زائرين له هوايي ډګر څخه تر مقدسو ښارونو پورې ولېږدوي.

د سعودي رسنيو په وينا، «سوړ احرام» د نړۍ لومړنی سمارټ او پرمختللی لباس دی چې د حج او عمرې د مناسکو پر مهال د بدن د تودوخې د کمولو لپاره پلان  شوی. دا لباس د احرام ټول شرعي اصول په بشپړ ډول رعایتوي، د ښځو او نارینه وو لپاره مناسب دی، او د چاپېریال له شرایطو سره سم د پوستکي سطحه له ۱ تر ۲ درجې سانتي ګراد پورې یخوي. همدارنګه، د UPF 50+ د لمر د وړانګو ضد ټېکنالوژۍ په لرلو سره، هر حاجی  او زائر ته له تودوخې څخه خوندي او یخه شخصي فضا برابروي.

https://iqna.ir/fa/news/4316624

captcha